ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن (زمري ۴مه) د کابل په نړۍوال هوايي ډګر کې د معیاري انتظارخونې د بنسټ ډبره کېښوده. خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه انتظارخونه د ۱۵۰ کسانو ظرفیت لري او د مسافرو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.د یادونې وړ ده چې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت په هېواد کې د معیاري ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په ترڅ کې د شاوخوا ۳.۷ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۴۳ بنسټیزې پروژې په پلان کې لري، چې په پلي کېدو سره به یې د ترانسپورټ په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
