په ننګر هار کې مير مني د لاسي صنایعوپه برخه کې له شته کارونو راضي دي، خو دلا ډيرو کارونو غوښتنه کوي .دغه ميرمني چې دکورنيو دنفقي درانده پيټي يې پر اوږو پراته دي،له شته کارونو خوښي دي ،خو وايې دغه کارونه دلنډ مهال لپاره دي او دوي داوږدمهاله کارونو غوښتنه کوي. یو له دې میرمنو، ترينه وايې خاوند يې معيوب او په ځاى پورت دى او دا اړه ده، تر څو کار وکړي او داولادونو روزي پيداکړي .
بل خوا نصيبه يوبله مير من ده، چې له يومياشتي راهيسي د غالیو اوبدلو په دغه مرکز کې کار کوي وايې، کونډه ده او د کورنۍ يوازيني سرپرسته ده. دا هم داوږد مهال کار غوښتنه کوي
په همدې حال کې بسپره ، چې دڅلور کوچنيو ماشومانو مور ده وايې، وړاندي تر دي يې په پرديو مځکو کې کارکاو، او اوس خوښه ده چې کار لري او داولادونو نفقه لاسته راوړي.
ددې مير منو د کار په ځاى کې د دوي، واړه ماشومان هم ورسره دي، چې ګرد او دوړو او بوي له امله کله ناکله دسيني په ناروغيو اخته کيږي. خو د دې ستونزې مخنیوي لپاره ددې کارځاى استاده شريفه احمدزي وايې، که چيرته دوي ته دوړکتون اسانتيا برابره شې نو دا ګلالي ماشومان به له ناوړه ناروغيو وژغورل شي .
له دې ټولو سربیره د ننګرهار دصنعت او سوداګرۍ ریاست رییس سيد عبدالبصير وايې تر دې دمه يې 37 ميرمنو ته دکار کولو جوازونه ويشلي، چې سلګونه نوري ميرمني ورسره په کارو بوختي دي. نوموړي زیاتوي، چې په دې سره ګڼ شمېر میرمنو ته په ستر او پرده کې په خپلو کورونو کې ورته د کار اسنتياوي برابري شوي.
تيرو جنګ جګړو په هېواد کې له ګڼ شمېر ميرمنو خاوندان،ورونه او زامن واخيستل، چې دکورنيو نفقي او ديتمانو پالنه ورتر غاړي ده او دوې اړي دې چې دکورنيو ستونزو د حل په موخه کارونه وکړي . ددې تر څنګ ګڼ شمير نوري مير مني او انجوني له زده کړو او کارکولو بي برخي شوي.