د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د مسعینک کان د استخراج عملي چارو په موخه د څلوره اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت یاد کان ته دغځېدلي سړک چارې نن د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، ترڅنګ د ګڼ شمېر بهرنیو او کورنیو لوړ پوړو چارواکو په شتون پیل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وویل؛ چې د مس عینک کان قرار داد په ٢٠٠٨ زیږدیز کال کې له چینايي MCC کمپنۍ سره شوی، چې د اسلامي امارت د هڅو په پایله کې يې نن د عملي استخراج د چارې پيل شاهدان یو.
په همدې حال کې د عینک کان قرار دادي چینایي MCC کمپنۍ عمومي رئیس ”شانګ” وایي، چې تر دې وړاندې د بشپړ امنیت نشتون د عینک د استخراج او پروسس چارو د عملي پیل پر وړاندې لویه ستونزه وه، چې اوسني امنیت په کتو سره دا دی نن د عینک کان د عملي استخراج او پروسس په درشل کې یو.
له دې سره سم د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د دې کان د استخراج پیل د افغانستان د تاریخ لپاره مهمې وبللې او ډاډ یې ورکړ، چې د مس عینک کان کې شته لرغونې سیمې او آثار ارزښت او شتون ته به بشپړه پاملرنه وشي.
له بل لوري د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل؛ د مس عینک کان د استخراج او پروسس برخه کې ټولې ستونزې حل شوي، او د پیسو د انتقال برخه کې د افغانستان بانک ته هم اړینې لارښوونې شوې دي.
ښاغلي برادر د عینک کان د کېندنې د چارو پیل د هېوادوالو لپاره ګټور ګام وباله او ډاډ یې ورکړ، چې د دې کان د استخراج ټولې چارې به د کانونو او پټرولیم وزارت له لایحې او معیار سره سم به پرمخ لاړ شي.
د یادونې وړ ده، دغه سړک، چې ٨.٩ کیلومټره اوږد والې، ٣٠ متره سور لري، چې ٤.٥ میلیونه ډالرو په لکښت د قرار دادي کمپنۍ له لوري په اساسي معیار جوړیږي، چې چارې به تر راتلونکو اتو میاشتو پورې بشپړې شي.