د کار ملي دوه ورځني کنفرانس په دویمه ورځ د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند وویل، د هېواد د ملي ګټو او متقابل احترام په پام کې نیولو سره د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل ته اسلامي امارت چمتو او په دې برخه کې مو خپل مسؤلیتونه ترسره کړي، پر نړیوالو غږ کو،چې د افغان ولسونو د ستونزو په درک کولو سره ټول ظالمانه تحریمونه دې لرې.
له دې سره سم نوموړي وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه مسؤل او حاکم نظام په توګه دا د ځان مسؤلیت ګڼي، چې په هر ډګر کې غوره، عادلانه او په موقع خدمات وړاندې کړي او له شته ټولو فرصتونو او ظرفیتونو..څخه په معقولې ګټي اخیستني سره کوټلي ګامونه واخلي، ترڅو مهمو موخو ته د اسلامي امارت مزل چټک کړي.
ښاغلي برادر د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، چې اسلامي امارت د خپلو خلکو ستونزې او اندېښنې نه یوازې دا چې له پامه نه دي غورځولي بلکې د بېلابېلو و برخو او کچو مسؤلین په دوامداره توګه په دې بوخت دي، چې له یوې خوا خپل مکلفیتونه په ښه توګه ادا کړي او له بلې خوا معقول او د وخت اړتیاوو مطابق داسې اجراآت وکړي ترڅو په پایله یې ولسونو ته د بهتره او غوره خدماتو وړاندې شي.
په همدې حال کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، چې د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په کتو؛ لازمې هڅې کوو، چې له دې څخه په سالمې او مثبتې ګټې اخیستنې؛ خپل هېواد د جنوبي او مرکزي آسیا پر نښلونکي ټکي بدل کړو، د سوداګرۍ کچه زیاته او کورنیو تولیداتو ته د صادراتو زمینه لا پراخه کړو.
په ورته وخت کې ملا برادر آخند، د خپلې وینا پّ ترڅ کې زیاته کړه، چې د قوش تېپې کانال لومړی فاز پای ته ورسېد په دوهم فاز یې په شدت کار روان دی، د فراه بخش آباد بند تر کار لاندې دی، د آمو دریا او قشقري د نفتو چارې استخراج روان دی، د معادنو کندونو کې مثبت ګامونه اخیستل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د کار ملي کنفرانس تېره ورځ په کابل کې پیل شو او نن ورځ هم دوام لري.