د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالمنان عمري نن(زمري ۲مه) کابل کې د کار ملي کنفرانس کې د خبرو په مهال بهرنیو هېوادونو کې پر مېشتو افغان پانګوالو غږ وکړ چې خپلې پانګې هېواد ته انتقال کړي.
مولوي عبدالمنان عمري د کنفرانس موخه د کار بازار پراختیا وښوده، څو په خبره یې کاري فرصتونه زیات او له بېکارۍ سره په ځای مبارزه وشي.ښاغلي عمري د کار موندنې په برخه کې د خصوصي سکټور پر ونډې ټېنګار وکړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د افغانستان پر مالي سیسټم لګېدلي بندیزونه ظالمانه او بې مفهومه وګڼل او زیاته یې کړه، د محدودیتونو سره سره یې بیا هم د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره د پام وړ اقدامات کړي دي.ښاغلي عمري خپلو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، د وخت اړتیاوو ته په کتو د کار په قانون کې تعدیلات راغلي، چې په نافذیدو سره به یې د کار په برخه کې ډېرې ستونزې حل، د کاریګرو حقوق به خوندي او شته اندېښنو ته به قانوني او معقول ځواب او د حل لارې پیدا شي.
نوموړي په عین حال کې له ۱۵ امارتي ادارو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پالیسۍ د جوړولو خبر ورکړ چې په خبره یې تر کابېنې رسیدلې او په پلي کیدو سره به یې د کارموندنې په برخه کې تر ډېره اغېزمنه واقع شي او بېلابېلو سکتورونو او برخو کې به ګڼ شمېر کاري فرصتونه رامنځته کړي.له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کډوالو د کاري فرصت لپاره جامع کړنلارې چمتو کېدل بله هغه خبره وه چې کار او ټولنیزو چارو وزیر یې یادونه وکړه.
په همدې حال کې ،د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري په دې کنفرانس کې ویلي، چې د څو لسیزو د جګړو او یرغلونو له امله د هېواد معیشتي سیستم، زیربناوې، چې په دې کې د کار سکټور هم شامل دی سخت زیانمن شوي دي. ملا عبدالمنان عمري زیاته کړې؛ اسلامي امارت د بې کارۍ پدېدې پر وړاندې مبارزه له خپلو مهمو مسولیتونو او لومړیتوبونو څخه بللې او د له منځه وړلو لپاره یې د اړونده سکټورنو له لارې مختلفې پروژې په لاره اچولي دي.نوموړي دغه راز ویلي، چې دا مهال له یو میلیون څخه زیات کسان په امارتي ادرو او یو شمېر نور په خصوصي سکټور کې پر دندو بوخت دي.
په همدې حال کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کار ملي کنفرانس کې د وینا پرمهال ویلي، چې اسلامي امارت له مالي بندیزونو او د زېرمو له کنګل کېدو سره سره واک ته له رسیدو وروسته په دوامداره توګه هڅه کړې، چې په هېواد کې د بېکارۍ ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کار ملي کنفرانس جوړیږي چې موخه یې له وزګارتیا او بې وزلۍ سره مبارزه ده.خبرپاڼې زیاته کړې چې د کاري فرصتونو رامنځته کول د دغه وزارت کاري لومړیتوب دی.