بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یمن په الحدیده بندر د اسراییل هوايي برید چې قربانیان یې ملکي وګړي دي په کلکو ټکو غندلی.
د هېواد بهرنیو چارو وزارت پر نړیوالو سازمانونو او پر سيمه ییزو هېوادونو غږ کړی، چې په غزه او سیمه کې د اسراییلي ځواکونو د جنایتونو مخه ونیسي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي( نړیوال سازمانونه او پر سيمه اغیزمنو هېوادونو باندې غږ کوو، چې په غزه او سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي، ترڅو دغه جنایتونه او ظلمونه په سیمه کې د لا زياتو مرګ ژوبلې او ويجاړيو لامل نه شي.)
څه موده وړاندې اسراییلي ځواکونو ویلي وو چې د یمن په حدیده بندر کې یې د حوثیانو موخې بمبار کړي دي . د راپورونو له مخې په دې برید کې درې تنه وژل شوي او ۸۷ نور ټپيان شوي دي
اسلامي امارت په داسې حال کې د یمن پر حوثیانو د اسراییلي ځواکونو دې برید ته غبرګون ښودلی چې د ځینو په باور سرپرست حکومت باید له نړۍ سره داسې سیاست مخته یوسي چې د افغانستان پر زیان نه وي
په همدې حال کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې یمن کې له حدیده بندر څخه د پوځي موخو لپاره ګټه اخستل کېده.