د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تېره ورځ نږدې درې زره تنه افغان کډوال له پاکستان او ایرانه هېواد ته راستانه شوي. د یاد وزارت په وینا؛ د راستنو شویو یو شمېر کورنیو سره نغدي مرستي شوې او یو شمېر نور یې د مرستو ترلاسه کولو لپاره مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.
دغه وزارت زیاته کړي، چې دغه افغان کډوال د وریښمو، اسلام قلعه، سپين بولدک او تورخم له لاې په خپله خوښه یا په زوره هېواد ته ستانه شوي.
د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي:درې زره ۷۷۵ تنه د ورېښمو، اسلام قلعه، سپین بولدک او تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي او د لا زیاتو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالې کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ورپيژندل شوي دي.
په همدې حال کې یو شمېر سیاسي کارپوهان په دغه باور دې، چې ګاونډې هېوادونه باید د افغان کډوالو ایستلو په موخه خپل سیاست ته بدلون ورکړي.
ویل کیږي، چې دغه افغان کډوال په داسې حال کې ایستل شوي، چې څه موده وړاندې د کډوالو نړیوال سازمان په راتلونکې کې د دوی د بد وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړي وه.