په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا په خپلو تازه شمېرو کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۹۲ ملکي وګړي د ځمکنیو ماینونو او ناچاودېدونکو توکو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي ، چې ۸۶ سلنه یې ماشومان دي.
د اوچا د راپور له مخې، له افغانستان څخه د پخواني شوروي له وتلو راهیسې، د ځمکنیو ماینونو او وسلو له امله ۴۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان د ناچاودو وسلو د پاکولو لپاره د مالي منابعو کمښت د شاوخوا ۳،۴ میلیونه وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
د اوچا په راپور کې راغلي:د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۹۲ ملکي وګړي د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو توکو له امله وژل شوي چې ۸۶ سلنه یې ماشومان دي. د 2024 ماین پاکولو پروګرام لپاره د بودیجې نشتوالي د شاوخوا 3.4 ملیون خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
بل خوا د پوځي چارو شنونکی اختر راسخ وايي، چې افغانستان له څو کلونو راهیسې د پرله پسو جګړو شاهد دی او اړتیا ده چې دغه هېواد د ځمکنیو ماینونو او د دغو جګړو د ناچاودېدونکو توکو له شتون څخه پاک شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د کورنيو او بهرنيو بنسټونو له خوا د ناچاودو وسلو د پاکولو لپاره ډېرې هڅې شوې، خو بيا هم دغه پديده په افغانستان کې له خلکو قرباني اخلي، چې تر ډیره یې قربانیان ماشومان دي.