دپنجشير ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست مسوولين وايي، چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ٥٠ زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته له تاريخي ځايونو او د لیدنې وړ ځایونو څخه د ليدنې په موخه سفر کړى دى،چې له دې جملې څخه ١٥٠ تنه يې بهرني سيلانيان دي . د دوی په وینا، یو استرالیایي ګرځندوی له خپل موټرسایکل سره پنجشیر ولایت ته راغلی او ویلي یې دي چې غواړي د دغه ولایت له تاریخي او منظرو څخه لیدنه وکړي.بل خوا يو شمېر کورنيو سيلانيانو ويلي، چې رڼوابو، زرغونو غرونو، خوندور هوا او تاريخي او د لیدو وړ منظرو دغه ولايت ته د تګ راتګ زمينه برابره کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې پنجشېر د هېواد يو له غرنيو ولايتونو څخه دى، چې د خپل توپاني سمندر، تازه هوا او طبيعي منظرو له امله دغه ولايت ته د زرګونه کورني او بهرني سيلانيان تګ لامل ګرځیدلي دی.