د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د جو بایډن له هغې پرېکړې چې له خپلې نوماندۍ تېر شوی، هرکلی کړی دی. د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې چې ټاکل شوې، د روان کال د نومبر په پنځمه نېټه به ترسره شي ګډون نه کوي.راپورونه کاږي چې اوباما په دې تړاو بیا اندېښنه ښودلې که ټرمپ ولسمشر شي نو امریکا او ډیموکراټانو ته به ناوړه پایلې ولري.له بلې خوا د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو څخه د جوبایډن لاس په سر کیدو څخه هرکلی کړی دی. ټروډو په خپل اکس پاڼه کې، بایډن یو پیاوړي شخصیت توګه بیان کړي او ویلي، چې هر څه چې بایډن کوي له خپل هیواد سره د مینې پراساس یې کوي.
له دې ټولو سربیره د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ د امریکا ولسمشریزو ټاکنو څخه د بایدن لاس په سر کیدو ته په غبرګون کې، جو بایدن یې د امریکا پّ تاریخ کې تر ټولو بد ولسمشر بللي دی. نوموړي په خپل اکس پاڼه لیکلي دي، چې بایدن امریکا ته تر ټولو زیات زیان اړولي دی. دغه راز د امریکا د استازو جرګي رییس مایک جانسون وروسته له هغه چې، جو بایډن له خپلي نوماندۍ تېر شو، له نومړي غوښتي، چې د ولسمشرۍ له څوکۍ هم لاس په سر شي.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلنسکي له ټاکنیز بهیره د امریکا د ولسمشر جوبایډن لاس اخیستل سخته خو پیاوړې پرېکړه یاده کړې ده.زیلنسکي په اېکس لیکلي، بایډن د خپلې واکمنۍ پر مهال تل د اوکراین ملاتړ کړی او دوی ترې منندوی دي.
د امریکا ۲۰۲۴ ټاکنو کې د ډیموکراټانو ګوند نوماند جوبایډن له سختو نیوکو وروسته د ټرمپ پر وړاندې له سیالۍ کولو څخه په شا شو.بایډن دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، د هغه ډیموکراټ ګوند غړو د بایډن پر جسمې او ذهني پیاوړتیا باور له لاسه ورکړی و او له نوموړي یې غوښتل چې له نوماندۍ تېر شي.ویل کېږي چې د ولسمشر مرستیاله کاملا هریس د ولسمشریزو ټاکنو کې د ډيموکراټ ګوند د نوماندې په توګه پېژندل شوې ده.