د بې وزلۍ سره مبارزه او د اړو کسانو ملاتړ په نننۍ نړۍ کې د ګډوډیو او ټولنیزو زیانونو د خپریدو مخنیوي لپاره بیړنۍ اړتیا ګڼل کیږي.
فقر او وزګاري هغه دوه ستونزې دي، چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان خلک له ستونزو سره مخ کړي، اوس د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر د افغانستان بانک له رئیس سره په کتنه کې ژمنه کړې چې له دغو دوو پدیدو سره د مبارزې په خاطر به د کوچنیو پورونو لارې چارې برابرې کړي.
سټیفن رودریګز په دې غونډه کې وویل چې د ملګرو ملتونو دغه اداره هڅه کوي چې د کوچنیو پورونو په ورکولو او په افغانستان کې د مالي خدمتونو د پراختیا له لارې په افغانستان کې د فقر او بېکارۍ کچه راکمه کړي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلامیه زیاتوي(د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په افغانستان کې د برېښنايي تادیاتو د سیستم، کوچنیو پورونو او مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي، څو د بې وزلۍ او بېکارۍ په کمولو کې لا زیات پرمختګ وکړي.)
له بلې خوا د مرکزي بانک رييس د وړو پورونو د برابرولو او د بېکارۍ د کمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي سازمان له مرستو مننه وکړه او له دغه سازمان څخه يې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه.په همدې حال کې د اقتصاي چارو کارپوهان د بېکارۍ او بېوزلۍ د کمولو لپاره د هېوادوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکول ګټور بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره کړي، چې پر بنسټ یې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک له سختې لوږې سره مخ دي.