د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې عمومي پایلې اعلان کړې. د ازموینو ملي ادارې سرپرست وویل، چې د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه کې اتل خان رحیم زوی، د محمد عظیم زوی، چې د کابل ولایت اوسېدونکی د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې عمومي اول نمره شوی دی. نوموړی د ۳۵۹.۶۹ نمرو په اخیستلو سره د کابل طب پوهنځي ته بریالی شوی دی. دغه راز سید حامد هاشمي د سید محمد اغا زوی د بلخ ولایت اوسېدونکی د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې عمومي دویم نمره شوی.نوموړي د ۳۵۷.۷۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د کابل طب پوهنځۍ ته لاره موندلې.شفیعالله نظامي د احمد جاوېد زوی د فراه ولایت اوسېدونکی د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې عمومي دریېم نمره شوی.نوموړی د ۳۵۷.۲۵ نمرو په ترلاسه کولو سره د هرات طب پوهنځۍ ته بریالی شوی دی. د نوموړي په خبره زین الله یوسفي د محمد یوسف زوی د کابل ولایت اوسېدونکی د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه کې د دیني مدرسو عمومي اول نمره شوی دی. نوموړی د ۳۱۵.۵۵ نمرو په اخیستلو سره د کابل شرعیاتو پوهنځي ته بریالی شوی دی.
ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم، د کانکور پایلو اعلان مراسمو کې وویل، چې د تېر کال په پرتله سږکال د کامیاب شوو شمېر زیات دي.نوموړي په پوهنتونونو کې زده کړیالانو ته د هر ډول اسانتیاو ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار فاروق اعظم د کانکور ازموينې د پايلو د اعلان په مراسمو کې وويل، چې د کانکور ازموينه د محصلينو د علمي وړتیا د معلومولو لپاره يو مهم ميکانيزم دى.هغه زياته کړې، چې کارګرانو ته د کار د سپارلو لپاره د ازموينې اخيستل هم مهم کار دی.
له دې سره سم د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وایي، سږ کال کانکور ازموینه کې ۴۱زره ۲۹۳ تنه لوړو زده کړو ته، ۲زره او ۱۴۴ تنه نیمه لوړو زده کړو ته او ۱۳۰۱ تنه هم دیني مدرسو ته بریالي شوي دي. د نوموړي په خبره، دغه ازموینه کې ۱۷ زره او ۷۲۱ تنه بې پایلې پاتې، ۲۴ زره او ۳۹ تنه واجد شرایط او ۱۷ او ۷۶۰ تنه یې دویم ظرفیت ته ځانګړي کړي دي.د یادونې وړ ده، چې سږني کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۰۰ زرو زده کوونکو ګډون کړی وو، چې د پایلو اعلان مراسم یې شېبه وړاندې پیل شوي دي.