په کابل کې د روسیې سفیر د دغه هېواد تاس خبري اژانس ته ویلي، مسکو د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم په ایستلو کې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي. د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف زیاته کړه چې د مسکو او کابل ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې همکاري څو برابره زیاته شوې او دا همکارۍ په چټکۍ سره پراخیږي.
په همدې حال کې د روسیې سفیر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې روسیه یو له هغو هیوادونو څخه ده، چې افغانستان ته منظم او مستقیم الوتنې لري. نوموړي وایي(موږ د طالبانو په رسمیت پېژندلو کې خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوو، له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لرو او د مسکو او کابل ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې همکاري څو برابره زیاته شوې او دا همکاري په چټکۍ سره پراختیا مومي.)
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د شانګهای د همکاریو د سازمان یو له دوامدارو لومړیتوبونو څخه د افغانستان له ګواښونو سره مبارزه ده.هغه زیاته کړه، دوی د سیمه ییزو مسایلو په اړه د همغږي پیاوړتیا ته ځانګړی اهمیت ورکوي او پر افغانستان ځانګړی تمرکز کوي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په وار وار له ټولو هېوادونو سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی او په هېواد کې یې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.