هېواد ته د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ له لاري راغلي افغان کډوال وایي، په پاکستان هېواد کې یې د ځایي ادارو له لوري ماشومان تښول کیدل چې وروسته به یې د پیسو په بدل کې خوشي کول.د کډوالو په خبره په دې وروستیو کې هلته د ماشومانو د تښتول کیدو پیښي ډیري سوې دي.
۵۵کلن اسدالله چې تازه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ له لاري د ۴۰کلني کډوالۍ وروسته هېواد ته راستون شوي وایي، پاکستان نور د ژوند کولو لپاره مناسب هیواد نه ګڼي.
راستانه سوي یو شمیر نور کډوال بیا وایي چې د افغان کډوالو د شتمنیو او ملکیتونو له غصب وروسته پاکستاني ځایي ادارو له لوري د افغان ماشومانو د پیسو په بدل کې د تښتوني پیښي ډیري سوي دي.کډوال وایي ممکن دغه کار پر افغان کډوالو د فشار اچولو نوی ډول وي.د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د کډوالو د موقتي پندغالی مسوول مولوی حبیب الله وایي، د ورځي له ۷۰ نيولي تر ۱۳۰ پوري کورنۍ د سپين بولدک له لاري هېواد ته راستنيږي، چې زيات يې د پاکستاني پوځيانو له لوري وهل شوي او قيمتي توکي ترې اخستل شوي وي.
دا په داسي حال کې ده چې هېواد ته تازه د تورخم له لاري ۷، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۷، د نيمروز له لارې ۴۴ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۴ نوري هم کورنۍ هېواد ته راستنې سوې دي.