د اوړي موسم په رارسيدو سره هره ورځ د ننګرهار او کونړ ولايتونو ګڼ شمیر ځوانان د اوبو بي رحمه څپي يې له ځانه سره وړي چې کورنۍ او دوستان دغم په ټغر کښينوى.
دا او لسګونه نور دې ته ورته د هغو تنکيو ځوانانو عکسونه دي چې په تيرو څو ورځو کې په ننګر هار ولايت کې دلمبلو پر حال کې دسين څپو وړې او خوږ ژوند يې تر اخيستى او داوبو خوارک شوي .
په همدې موخه څوورځي وړاندې دننګرهار کانال رياست مسولينو دځوانانو دلمبا دمخڼيوي په موخه په جلال اباد ښار کې تر دې نامه لاندې چې خپل اولادونه په سين کې له لمبلو منعې کړي کمپاین ترسره کړ.
په همدې حال کی دننګرهار کانال مشر مولوي غلام رحمان کظيم دځوانانو له کورنيو وغوښتل په سين او دکانال په لوی نهر کې دځوانانو دلمبا مخه ونسي،تر څو له يوه اړخه دوي دخپلو تنکيو بچو مړينه او غم وه نه ويني او له بل پلوه دنهر دوچيدو له امله زرګونه هکتاره کرهڼيزي ځمکي له سوزيد وژغورل شي .
همدا راز د ننګرهار ولايت ګڼ شمېر اوسيدونکي، د ځوانانو له کورنيو غواړې، چې خپل اولادونه وڅارې او په سين او نهر کې يې له لمبلو منع کړي .
ځینې نور دجلال اباد ښار اوسيدونکي وايې، پر ته له دې چې دغه سين د لمبلو پر مهال له ځوانان قرباني واخلي، د راز،راز نارړغيو لامل هم ګرځي.
ديادولو ده چې هر ه ور ځ په ټولنيز رسنويو کې د دوه دريو ځوانانو انځورونه خپریږی، چي دسين څپو وړي او دڅو ورځو پرله پسي لټولو ورسته يې مړي موندل کیږي.