د افغانستان دفاع وزارت ویلي په کاپیسا او کنړ ولایتونو کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
دغه وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو ځواکونو د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې نتیجه کې یې ۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي او د وسلو یوه زیرمه یې له منځه وړل شوې ده.
په همدې ولسوالۍ کې په هوایي عملیاتو کې هم ۶ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼې ویلي چې د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې هم د هوایي برید په پایله کې ۷ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
کنړ هغه ولایت دی چې داعش وسله وال له تیرو څو کلونو پکې فعالیت کوي او د پټیدو خوندي ځایونه لري، خو کاپیسا ولایت کې د داعش وسله والو شتون په دا لومړی ځل دی چې خبر خپریږي.