د افغانستان په سمنګان ولایت کې هم د کرونا ویروس یوه مثبته پيښه ثبت شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت دغه خبر تایید کړی دی.
د دغه ویروس څلور نور پيښې له دې وړاندې په هرات ولایت کې ثبت شوي دي چې په دې سره د کرونا د ناروغانو شمیر پنځو ته رسیږي.
د عامې روغتیا وزیر څو ورځې وړاندې له خلکو وغوښتل چې د ناروغۍ د احتمالي خپریدو مخنیوي لپاره باید له ګڼه ګوڼې سیمو، په ځانګړي توګه د نوي کال ورځو کې غونډو او جشنونو کې له ګډونه ډډه وکړي.