شمیرې ښيي چې هره ورځ د افغانستان له کانونو پنځه زره ټنه د ډبرو سکاره ایستل کیږي.
د دغه شمیر سکارو ۷۰ سلنه یې د ننه افغانستان کې سوځول کیږي.
له دې توکي، د خونو تودولو او صنعتی پارکونو کې داخلي تولیداتو په موخه د سون توکي په ډول کار اخیستل کیږي.
د کابل د چاپيریال ساتنې ادارې مشر وایي د ډبرو هغه سکاره چې د هیواد له کانونو ایستل کیږي او له تصفیې پرته په بازارونو کې پلورل کیږي، د هوا د ککړیدو لامل ګرځي.
د دغې ادارې په وینا له ایرانه وارد شوي بې کیفیته د ډبرو سکارو هم د کابل هوا بده ککړه کړې ده.
د کابل فضا د ژمي په سهار او مازدیګر بوږنوونکې ښکاري.
له لوګیو ډکه هوا چې د کابل اوسیدونکي یې تنفس کوي، یو تدریجي مرګ بلل شوی دی، چې هر کال لسګونه قرباني اخلي.
ولسمشر غني د دغې وضعې په غبرګون کې د جدي اقدام امر کړی دی.
ولسمشر ویلي د هوا ککړتیا لومړۍ درجه لاملین باید خپل د سون توکو ته تغیر ورکړي او که داسې ونه کړي د کورنیو چارو وزارت به جدي چلند ورسره وکړي.
خو دا د افغانستان د حکومت د هر کال خبرې او ګواښونه دي.
کارپوهان وایي حکومت د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره تر اوسه هیڅ کوم پروګرام نه لري او هر کال تشې ژمنې او شعارونه ورکوي.
د ټولو سون توکو په ډله کې د ډبرو سکارو ته زیاته ګوته نیول کیږي، چې د دره صوف له کانه کابل ته انتقالیږي.
د برښنا نشتوالی هم یوه بله ننګونه ده چې خلک د ژمي په موسم کې ورسره ډیر لاس او ګریوان وي.
یو بل د پام وړ ټکی دادی چې د کانونو او صنایعو خونې د شمیرو پر بنسټ، په پلازمینه کې د برښنا پرچوۍ پرمهال پنځه زره جنراټورونه په یو وار چالانیږي؛ کوم چې د هوا ککړتیا کې زیاته برخه اخلي.
د کابل د چاپیریال ساتنې اداره وایي پر ایران د امریکا بندیزونو هم د کابل هوا ککړتیال کې لویه ونډه لرلتې ده.
د دغې ادارې په باور د امریکا بندیزونه د دې لامل شوي چې ایران افغانستان ته د بې کیفیته نفتي توکو صادرات زیات کړي.
دغه اداره وایي د ایران بې کیفیته تلو ترکیب کې ځیني وژونکي کیمیاوي توکي هم موجود دي.
کابل کې هر کال د ژمي په رسیدو سره د هوا ککړتیا له امله د خلکو غبرګونونه پورته کیږي، خو تر اوسه دغې ستونزې لرې کولو لپاره هیڅ بنسټیز کار نه دی شوی.