په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنخ ناسته، د یوې اونۍ تودو خبرو وروسته تر نامعلومې نیټې پورې وځنډیدله.
یو شمیر طالب سرچینو پاکستانۍ رسنیو ته ویلي د تیرې یوې اونۍ مذاکراتي دوستانه او مثبتې وې.
د طالبان د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین هم دا خبرې مثبتې یادې کړي او دغو خبرو کې یې د یوې لنډې وقفي یادونه کړې ده.
په ظاهر کې دا خبرې د دې لپاره ځنډول شوي، چې دواړه خواوې خپلو مشرانو سره د شوې هوکړې په تړاو سلا مشورې وکړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې، د ملا برادر او خلیلزاد په مشرۍ د مذاکراتي ټيم غړو مثبتې خبرې لرلې او د دواړو لوریو د پریکړې له مخې به خبرې د څو ورځو مشورو او وقفې څخه وروسته بیرته پيل شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې طالبانو سره یې خپلو خبرو کې د بګرام په وروستي برید سخته غوسه څرګنده کړې ده او اوس د لنډې مودې لپاره خبرې ځنډیدلې دي.
نوموړي لیکلي چې طالبان باید اوس دا ثابته کړي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته ځواب ویلی شي.
یو شمیر سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، دا هم ویلي چې امریکايي استازو د خبرو تیره یوه اونۍ کې افغانستان کې د سرتاسري اوربند او بین الافغاني خبرو پيلیدو باندې زیات ټینګار کړی دی.
داسې حال کې چې طالبان له امریکایي لوري سره د تړون له لاسلیک کیدو وروسته، اوربند او بین الافغاني خبرو پيلولو باندې هوکړه کړې ده.
دواړو خواوو هیله ښودلې چې د دوی خبرې له یوې لنډې دمې وروسته بیا پيل شي.
دا خبرې داسې حال کې ځنډیدلي چې دوه ورځې وړاندې بګرام کې د امریکایي ځواکونو ترټولو لویې اډې باندې د طالبانو وسله وال برید وشو، چې د لسګونه ملکی کسانو د ټپي کیدو ترڅنګ، د پنځو امریکایي سرتیرو د ټپي کیدل هم تایید شول.
د افغانستان د ملي امنیت شورا څو ورځې وړاندې ویلي و چې د طالبانو سیاسي او پوځي مشران په خپلو کې یوه خوله نه دي او د سولې او جګړې په تړاو موضوع ګانو کې ژور اختلافونه لري.
ملي امینت شورا ویلي که چیرې طالبان او د افغانستان حکومت سوله وکړي، بیا هم دا اندیښنه شته چې ایا د دوی سیمه ییز جنګیالي به وسلې پر ځمکه کیږدي که نه.
د طالبانو د سیاسي او پوځي برخو د اختلاف موضوع هغه مهال ډيره د ژبو پر سره شوه، چې طالبانو د بګرام هوایي ډګر باندې وسله وال برید وکړ.
دا برید داسې مهال وشوه، چې قطر کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو باندې خبرې تبادله کیدلې.
شنونکي وایي د طالبانو جنګي ډلې د سولې خبرو سره دومره دلچسپي نه لري او د جګړې له لارې بریا ته پر رسیدو ټینګار کوي.
خو طالبانو بیا دا موضوع رد کړې ده او وایي چې د دوی ترمنځ هیڅ اختلاف نشته.