د افغانستان حکومت د ۱۳۹۹ کال ملي بودجه کې د اټومي انرژۍ د ازمایښت ځای د جوړیدو طرحه وړاندې کړې ده.
دې ازمایښت ځای جوړولو لپاره ۴۱ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي.
دا طرحه د مالیې وزارت له لوري د ۱۳۹۹ کال ملي بودجې په چوکاټ کې جوړه شوې او د هیواد سنا جرګې ته د تایید لپاره استول شوې ده.
که چیرې طرحه د مشرانو جرګې له خوا تصویب شي، بیا ولسي جرګې ته استول کیږي.
د ۱۳۹۹ کال ملي پراختیایي بودجې زیاتره برخه انتقالي پروژو ته چې له تیرو کلونو پاتې دي، ځانګړې شوې ده، خو ۱۱ نوې پروژې هم پکې شاملې دي.
هغه پروژې چې ډيری یې د ټولګټې، اوبو او انرژۍ او کرنې وزارتونو او ملي سټنډرډ ادارې پورې تړلي دي.
د شاه کوټ – غلام خان سړک، د پنجشیر له سینده کابل ته د اوبو رسول، د شاتوت بند، د کابل ځمکې لاندې اوبو تغذیه، د باغ دارۍ پراختیا او د کابل هوا کیفیت باندې د څارنې سیستم د دې بودجې مهمې او لویې پروژې دي.
د روڼتیا بنسټ وایي د نوي مالي کال بودجه کې د لومړي ځل لپاره په ۸ ولایتونو کې د خلکو نظرونه اخیستل شوي دي.
په دغه بودجه کې ۴۲۸ میلیارد او ۳۸۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوي دي او تمه کیږي چې ۱۳۹ میلیارد افغانۍ یې پراختیا ته ځانګړې شي.
خو باید وویل شي چې د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره په ملي بودجه کې اټومي انرژۍ ته ځای ورکړی دی.
دا مهال د نړۍ له ۱۹۵ هېوادونو یوازې ۹ هغه یې (روسیه، امریکا متحده ایالتونه، هند، پاکستان، فرانسه، چین، برتانیا، اسراییل او شمالي کوریا) اټومي وسلې لري.
پاتې نور هغه هېوادونه چې د اټومي انرژۍ په برخه کې فعالیت لري، دغه فعالیت یې سوله ییز دی.
افغانستان هم له همدغې ډلې هېوادونو دی.
د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې په کال ۱۹۵۷ م کې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس سازمان یا د (International Atomic Energy Agency)د غړي هیواد په توګه خپل فعالیت پیل کړ.
د داوود خان په وخت کې چې کله دا اداره فعاله شوه لومړی کار یې دا و چې د کابل پوهنتون په ساینس پوهنځي کې یې د هستوي فزیک لابراتوار فعال کړ.