د چاپیریال ساتنې ملي اداره وایي سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون کې هیڅ ونډه نه لري، خو بیا هم دغه سیمه له دې امله تر ژور اغیز لاندې راغلې ده.
د دغې ادارې چارواکي وایي د حکومت کم ظرفیت له امله افغانستان دې برخه کې له پرمختللو هیوادونو ډیرې کمې پروژې ترلاسه کوي.
له بلې خوا طبیعي پيښو ته د رسیدنې وزارت وایي افغانستان کې د وچکالۍ او نورو اقلیمو بدلون عواملو له وجې، سږ کال ۴۰۰ زره کسان له خپلو سیمې بې ځایه شوي دي.
که څه هم د افغانستان په څير بې وزله هیوادونه د اقلیم بدلون کې کومه د پام ونډه نه لري، خو له دې اړخه تر ټولو زیات زیان سره مخ کیږي.
د چاپیریال ساتنې اداره وایي افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې دی چې له اقلیمي بدلونه زیانمن شوي دي.
د چاپيریال ساتنې ملي اداره وایي پرمختللو هیوادونو په ۲۰۱۵ کال کې ژمنه کړې وه چې د دریمې نړۍ هیوادونو سره د ګلخانه ای ګازونو کمولو لپاره هر کال ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي، خو د دقیقو شمیرو نشتوالی او حکومت کې د ظرفیتونو کموالي له امله افغانستان له دې مرستو ډیره کمه برخه ترلاسه کوي.
د اقلیم بدلون د نړۍ پر وړاندې یوه جدي ننګونه بلل کیږي.
طبیعی پيښې ته رسیدنې وزارت وایي دغې پدیدې سره مبارزې لپاره عمومي پوهاوي ته اړتیا ده.