د ټاکنو د کمیسیون کمیشنر، مولانا عبدالله په کابل کې له یوې هدفي وژنې ژغورل شوی دی.
ښاغلي عبدالله چې خپله یې نن خبرې غونډه کې خبرې کولې وویل ساتونکو یې هغه کس نیولی چې د ده څارنه یې کوله او غوښتل یې پرې برید وکړي.
مولانا وویل یاد کس د کابل سرای شمالي سیمه کې داسې حال کې چې وسله اومخابره ورسره و،نیول شوی دی.
د مولانا په خبره له یاد کس سره د افغانستان د یوه خصوصي ټلویزیون کارت هم موندل شوی دی.
د ټاکنو دکمیسیون دغه کمیشنر همداشان وویل د ټاکنو کمیسیون چارواکو ساتنې لپاره زیات امنیتي منسوبین ګمارل شوي، خو دوی یواځې ورته د احتمالي بریدونو راپورونه ورکوي.