دا برید نن یکشنبې شاوخوا درې بجې د میدان ښار په کوتل سیمه کې شوی دی.
د وردګو د والي ویاند، محب شریفزي یک تلویزیون ته وویل چې د میدان وردګو والي د دې برید هدف و، خو هغه ته پکې زیان نه دی رسیدلی.
د میدان وردګو د ولایتي شورا یو تن غړي، محمد سردار بختیاري یک تلویزیون ته وویل چې تر اوسه دې پيښه کې درې تنه د ترافیکو پولیس وژل شوي او یو د والي ساتونکی پکې ټپي شوی دی.