اروپایي ټولنه په افغانستان کې د راتلونکي سیاسي نظام په تړاو خبرداری ورکوي وایي که چیرې دغه نظام کې ارزښتونو او اساسي حقونو ته درناوی ونه شی، دوی یې ملاتړ نه کوي.
د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، رولاند کوبیا چې نن یې کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل چې که چیرې راتلونکي حکومت هغه که امارت وی او که بل څه، د هغه سیستم چې اروپایي هیوادونه یې افغانستان کې ملاتړ کوي، ملاتړ ونه کړي نو دوی ته به ګرانه وي چې د افغانستان بیارغونې ته دوام ورکړي.
ښاغلی کوبیان همداشان خبرداری ورکړ چې اجازه به ورنه کړي چې یاد حکومت د اروبا بازارونو ته لاس رسی ومومي.
هغه همداشان هیله وښوده چې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې ژر بیرته پيل شي.
ده د ټاکنو له کمیسیونو هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر د خلکو د پاکو رایو له مخې وټاکي.
کوبیان د ولسمشرۍ له نوماندانو هم غوشتنه کوله چې ټاکنو کې ناکامیدو په صورت کې لانجه جوړه نه کړي.
رولاند کوبیا وویل: “که چیرې د ا فغانستان راتلونکی حکومت داسې وي چې هغو بنسټیزو حقونو، ارزښتون او سیستم ته تابع نه وي چې تیرو اتلسو کلونو کې ورته کار کړی، هغه که اسلامي اماریت یا بل هر څه وي، اروپایانو ته به ستونزمنه وي چې د افغانستان بیارغونې، پراختیا او اقتصادي پروګرامونو سره مرسته وکړي. داسې حکومت به به اجازه ورنه کړل شي چې د اروپا هیوادونو ته لاس لرسی ولري.”
دا څرګندونو په داسې حال کې کیږي چې دې ورځو کې د طالب او امریکایي استازو د خبرو بیا پیلیدو زیات رپوټونه خپریږي.