د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، پمپیو ویلي امریکا افغانستان ته د ريښتنې سولې رسیدو په برخه کې هڅې کوي او په دې برخه کې خپلو ژمنو باندې ولاړ دي.
مایک پمپیو ویلي امریکايي سرتیري د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ولاړ دي ترڅو ترهګرۍ په برخه کې مبارزره وکړي.
پومپيو همداشان د ننګرهار وروستي برید په غندلو سره ویلي واشنګټن ژمن دی چې سوله او امنیت به په افغانستان کې تامنیوي او د جګړې ختمولو له پاره به هڅې کوي.
له دې سره سمد پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویليکه چیرې په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي نو پایله ورکونکې ده.
شاه محمود قریشي ویليافغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده او دا هېواد هڅه کوي چې په افغانستان کې دایمې سوله ټینګه شي.
قریشي د ننګرهار په هسکې مینې ولسوالۍ کې د وړمې ورځې برید هم غندلی دی.
هغه ویلي که چیرې سوله د ټولو غوښتنه وي چې افغانستان کې تامین شي او د سولې خبرې او هڅې پایله ورکړي نو تاوتریخوالی باید کم شي او بشري ضد بریدونه باید د نړیوالو له لوري وغندل شي.