لوګر کې د سولې ولسي حرکت شپږ غړي وسله والو طالبانو له ځان سره بیولي.
د سولې ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست وایي نن شنبې سهار وختي د یاد کاروان شپږ تنه غړي چې په مرکز پل عالم کې د شهرک سیمه کې یوې غونډې ته روان و طالبانو له ځان سره بیولي.
تر دې دمه د لوګر ولایتي چارواکو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو له دې پيښې ۷ ساعته وروسته د دغه حرکت یو تن غړي بسم الله وطن دوست په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د دوی ملګري بیرته خوشې شوي دي.