د ملګرو ملتونو په شمول ګڼ شمير هيوادونو ننګرهار کې د تيرې ورځې بريد په سختو ټکو غندلی دی.
ملګرو ملتونو په ننګرهار کې د تيرې ورځې بريد په سختو ټکو غندلی دی.
ددې سازمان وياند ويلي هغه کسان چې دا ډول بريدونه کوي، بايد وپيژندل شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
نوموړي يو وار بيا له افغانانو او افغان حکومت څخه د ملګرو متلونو پر ملاتړ ټينګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو استازي سټیفن دوجاریک ویلي: “د ملګرو ملتونو منشي په ننګرهار کې د تیرې ورځې برید چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، غندي. هغوی چې د دې برید مسوول بلل کیږي باید ځواب یې ورکړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې پيښې له امله د افغانستان خلکو او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښيي او د افغانستان د خلکو او دولت پر یووالي ټینګار کوي.”
عين وخت کې په کابل کې د امريکا، اروپايې ټولني استازو، د اسلامي هيوادونو د همکاريو سازمان، ترکيې، پاکستان، ايران او متحده عربي اماراتو هم د ننګرهار د تيرې ورځې پیښه غندلي دي.
پرون د ننګرهار په هسکه مينه ولسوالۍ کې په يوه جومات کې د جمعي د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه او له امله يې پنځه شپيته کسان ووژل شول او څلويښت نور ټپيان شول.