د پکتیا ولایت احمدابا ولسوالۍ د رود کلي کې بیګاه شپه یو قاضي وسله والو کسانو په ډزو وژلی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت پېښه تاییدوي وایي وژل شوی کس قاضي لاهور نومېده او بیګاه شپه (جمعه د تلې ۲۶مه) د احمدا ابا ولسوالۍ کې د خپل کور خوا ته وسله والو کسانو وژلی.
سیمه ییز چارواکي وایي په دې تړاو یې پلټنې پیل کړې دي.
قاضي لاهور د پکتیا احمدابا ولسوالۍ اوسیدونکی و اوس مهال یې د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې رسمي دنده تر سره کوله او څو ورځې کېدې چې کورته په رخصتي راغلی و.