د افغانستان د پولیسو اکاډمي د کندهار د پولیسو د پخوانی امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق خان په نوم نومول کیږي.
دا خبره ولسمشر غنی د جنرال رازق د لومړي تلین په مناسبت غونډه کې وکړه.
دا غونډه نن جمعه د تلې شپږ ویشتمه کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه.
ښاغلي غني وویل، چې دا کار د جنرال رازق د سرښندونو په درناوي او د نوموړي د اتلولیو د ژوندي ساتلو په هدف تر سره کېږي.
دې غونډه کې د ولسمشر ترڅنګ، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، صلاح الدین رباني، محمد محقق او یو شمیر نورو کابل میشتو او د نورو ولایتونو مشرانو ګډون کړی و.
ولسمشر غنی دې ناسته کې د خبرو پرمهال جنرال رازق د ولس او هیواد په دفاع کې شهید وباله.
د دې ترڅنګ اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم جنرال رازق د هیواد اتل او شهید وباله او زیاته یې کړه چې له رازق سره یې له سیاسي مسایلو هاخوا، شخصي ملګرتیا هم درلوده.
عبدالله وویل دا چې نن ټول هیواد د جنرال رازق پر مرګ ویر کوي، د هیواد د خلکو یووالی په ګوته کوي.
د کندهار ولایت پخوانی مقتدر امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق تیر کال د تلې په شپږ ویشتمه په یوه برید کې ووژل شو.
په دې برید کې د کندهار د ملي امنیت رییس هم ووژل شو او د کندهار والي پکې ټپي شو.
دا برید داسې حال کې وشو چې د کندهار د والي په دفتر کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان په ګډون امنیتي ناسته پای ته ورسیده او دوی له خونې د بهیر کیدو په حال کې و.
دې ناسته کې امریکایي جنرال روغ رمټ ووت، خو د غوڅ ملاتړ ماموریت اعلان وکړ چې دوه سرتیري یې ټپيان شوي دي.
که څه د جنرال رازق له وژل کیدو یو کال تیر شوی، خو لا یې د خلکو په زړونو کې د مینې او درناوی اور نه دی مړ شوی.
جنرال یواځینی هغه قومندان دی چې د افغانستان له ختیځ تر لویدیځه، له شماله تر جنوبه او د هیواد په هر کنج و کنار کې یې خلک په نیکو یادوی او پر وژل کیدو یې ویر کوي.
رازق د افغانستان په سویل کې د طالبانو ضد یو قاطع او بیرونکی دولتی چارواکی و، چې همیشه یې د طالبانو ضد څرګندونې او کړنې د خبرونو سرټکي جوړیدل.