یو شمیر سیاسي ګوندونو چې د دولت جوړونکي ټیم سره همغږي دي د بې بایومټریکو سټیکر لرونکو رایو د منل کیدو غوښتنه کړې ده.
دغه سیاسي ګوندونه او جریانونه وایي هغه رایې باید ومنل شي چې بایومټریک شوي نه دي، خو په کمیسیون کې ثبت دي او د سټیکر پر اساس اچول شوي دي.
د حق او عدالت، ملي اقتدار، حرکت اسلامي او یو شمیر نورو ګوندونو استازو نن په یوه ناسته کې د بې بایومټریکو رایو پر منل کیدو ټینګار کاوه.
دوی ویلي د ټاکنو کمیسیون باید خپله هغه ژمنه یاده کړي چې د ټاکنو په ورځ یې خلکو سره کړې وه.
ښاښيي موخه یې داوي چې د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ هغه کسان چې نومونه یې په په فزیکي یا ډیجیټلي نوملړ کې نه وي، کولی شي رایه ورکړي.
د ټاکنو کمیسیون ویلي و کیدای شي د رای ورکوونکو نومونه فزیکي یا ډیجیټلي نوملړ کې د تخنیکي ستونزو له امله نه ویي راغلي، خو که چیرې ولیدل شي چې دواړو کې یې نوم نشته، بیا یې رایه باطله ده.
دا په داسې حال کې دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کراتو یواځې د بایومټریک شوو رایو پر منل کیدو ټینګار کړی دی.
د یو شمیر نورو سیاسي ګوندونو او ټاکنیزو ټیمونو غوښتنه او ټینګار هم همدغه دی.
بله خوا د ټاکنو کمیسیون تر اوسه یواځې بایومټریک شوې رایې سیستم ته داخلې کړي او د اعتبار وړ بللي دي.
دولت جوړونکي ټیم سره همغږي ګوندونه او سیاسي جریانونه داسې حال کې د بې بایومټریکو رایو ملاتړ کوي چې، د زیات شمیر کورنیو سیاستوالو او نوماندانو په ګډون، د امریکا سفیر، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ځینو نورو بهرنیانو هم شفافیت خوندي توب لپاره د بایومټریک شوو رایو پر شمیرلو ټینګار کړی دی.