د افغانستان پوهنې وزارت وایي د ۱۳۹۸ تعلیمي کال کې د هیواد په ۲۷ ولایتونو کې له ۸۰۰ زرو زیات زده کوونکي ښوونځیو ته جذف شوي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ۱۳۹۸ کال په لړ کې د هیواد په سړو سیمو کې ۸۴۲۷۳۵ نوي زده کوونکي دلومړنۍدورې لمړیو ټولګیو ته جذب شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په دغو تازه شامل شوو زده کوونکو کې ۳۶۱۰۰۱ تن (۴۳سلنه) یې نجونې او پاتې نور یې هلکان دي.
چارواکی وایي په روان لمریز کال کې یواځې په سړو سیمو ولایتونو کې، د ۱۳۹۷ لمریز کال په پرتله په تودو او سړو سیمو کې د نويو شامل شویو زده کوونکو شمیر څخه ټولټال ۷۰۰۰۰لوړوالۍ ښيي.
اعلامیې ویلي په روان لمریز کال کې د پوهنې وزارت ژمنې سره سم د زده کوونکو په خدمت کې غوره ټولګي جوړ کړي او پیاوړي ښوونکي په دنده ګمارل شوي دي.
همدا اوس همد نویو زده کوونکو د جذبولو لړۍ په۷ تودو ولایتونو کې چې (کندهار، هلمند، فراه، لغمان، نیمروز، کنر او ننګرهار) دي دوام لري.
د پوهنې وزارت وایي دوی په هیواد کې د زده کوونکو شمیر د زیاتوالي په موخه د پوهاوي مختلف پروګرامونه د رسنیو او د ښوونځيو شوراګانو له لوري پیل کړي دي.
د پوهنې وزارت وایي په۱۳۹۸ کال کې په ابتدایي دورو کې دیو میلیون نویو زده کوونکو جذبول د پوهنې وزارت له موخو څخه و.