جاپان په افغانستان کې د لویانو د سواد زده کړې پراختیا او کیفیت لوړولو لپاره ۷.۲ میلیون ډالر مرسته وکړه.
دا مرسته نن کابل کې د ملګرو ملتونو د یونسکو سازمان او جاپان استازي ترمنځ لاسلیک شوه.
کابل کې د جاپان هیواد چارواکوي وایي د دې پروګرام په عملي کیدو سره به افغانستان کې د لویانو د سواد زده کړه اوچته شي.
د ملګرو ملتونو علمی، ساینسي او کلتوري څانګې یا یونسکو ویلي دا پروګرام به هغو کسانو سره چې له رسمي زده کړو لرې پاتې شوي، مرسته وکړي.
د دغه پروګرام د لاسلیک کیدو پر مهال چې د جاپان په سفارت کې و، د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي هم حضور درلود.
میرویس بلي ویلي هیواد کې د لویانو سواد زده کړه د دوی د کارونو په محور کې ده.
جاپان چې افغانستان کې د سواد زده کړې برخه کې یو لوی مرسته کوونکی هیواد دی، له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې د دې هیواد د مرستو په دریو پړاوو نو کې څه باندې یو میلیونو کسانو زده کړې کړي دي.