د پاکستان لومړی وزیر، عمران خان د سعودي عربستان له چارواکو سره د لېدنې په پار ریاض ته تللی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت عربستان ته د عمران خان د سفر دلیل د تهران او ریاض ترمنځ د اختلافونو حل لپاره د اسلام اباد هڅه بللي ده.
عمران خان له دې وړاندې ایران ته تللی واو د دې هېواد له رهبر او ولسمشر سره یې د رامنتځه شویو ترینګلتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.
د ایران ولسمشر له عمران خان سره د لېدنې پر مهال ویلي چې تهران چمتو دی له سعودي عربستان سره خبري وکړي خو د یمن جګړه باید ودرول شي او هم له ایرانه د امریکا بندیزونه لرې شي او واشنګټن اټومې هوکړې ته بیرته راوګرځې.
تراوسه روښانه نده چې د سعودي عربستان پادشاه د ایران دغو څرګندونو په مقابل کې د پاکستان لومړي وزیر ته څه ویلي دي.
پاکستان داسې حال کې د سعودي او ایران ترمنځ د منځګړیتوب ټټر وهي چې خپله له افغانستان او هند سره پر زیاتو مسایلو ستونزې لري.