د لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې موټربم برید شوی دی.
د لغمان د والي ویاند، اسدالله دولت زي یک تلویزیون ته وویل دا برید نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ولسوالۍ مخې ته شوی دی.
د ښاغلي دولت زي په ویناد الیشنګ ولسوالۍ مخې ته د مازدا ډوله موټر یم چاودنې له امله دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي شوي او ۶ نور زخمیان دي.
دولت زي وویل ولسوالۍ ته نږدې یوه دیني مدرسه او جومات و، چې د چاودنې د شدت له امله په زده کوونکو باندې د ښېښو راپرې وتو له امله تر ۲۰ پورې زده کوونکي هم ټپیان شوي. ټپیان ټول د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي.
بله خوا بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي وایي دا برید د الیشنګ ولسوالۍ امنیې قومندانۍ باندې له چاودیدونکو توکو ډکې مازدا په مرسته شوی دی.
د رحیمي په وینا دې پيښه کې دوه امنیتي سرتیري وژل شوی او شپږنور ټپيان دي.
د لغمان د ولایتي شورا غړی ګلزار سنګروال یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل چې دې پيښه کې د دریو سرتیرو او یو ملکی په ګډون ۴ کسان وژل شو ياو د ۳۱ ملکیانو او ۶ سرتیرو په ګډون ۳۷ کسان ټپیان شوي دي.
ښاغلي سنګروال زیاته کړه چې دې پيښه کې یو جومات د امنیې قومندانۍ ودانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ ویجاړ شوي دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی.