د افغانستان د موسیقۍ په برخه کې د زهره ارکسترا ډلې د استرالیا په سیډني کې د افغانستان موسیقۍ کنسرټ په جوړولو سره د دغه هیواد اوپیرا هاوس (د اوپیرا کور) د هیواد په ملي بیرغ ښکلی کړ.
د زهره ارکستر ډلې تیره شپه په سیډني کې د افغانستان د موسیقۍ کنسرټ درلود، چې په ویاړ یې د افغانستان بیرغ د استرالیا په تیاره شپه کې اوپیرا هاوس ته ور په تن کړای شو.
زهره ارکسټرا د افغانستان د موسیقې په ملي انسټیټیوټ کې د نجونو یوه ډله ده چې تر اوسه یې د نړۍ په زیات شمیر هیوادونو کې د افغانستان د موسیقۍ غږ سره د سولې، همپالنې او جنسي برابري انځور هم خپور کړی دی.
دغه ډله چې نږدې شل تنه ځوانې نجونې یې غړیتوب لري په هر ځای کې له تود هرکلي سره مخ شوې ده.
زهره ارکسترا په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې د دغه انسټیټیوټ د مشر احمد ناصر سرمست له لوري رامنځته شو.
زهره په ټولو هیوادونو کې د افغانستان پخوانۍ او معاصره موسیقي غږوي چې تر اوسه یې دموسیقۍ برخې‘فریموسیا ‘د موسیقي ازاده الهې’ جایزه هم ګټلې ده.
خو دا لومړی ځل دی چې استرالیا کې یې کنسرټ جوړیږي او د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ کیږي.
زهره د شرقي او غربي موسیقۍ غږولو سره پولې ماتوي او انسان له تبقیض او توپیر پاکې نړۍ ته رسوي.
دې ډلې ته ځکه د زهرې نوم ورکړی شول چې زهره د ادبیاتو په لرغوني تاریخ کې د موسیقۍ یوه الهه وه او ارکستر هم یو فرانسوي – لاتیني کلمه ده او د موسیقۍ هغې ډلې ته وايي چې غړي یې ښځینه وي او د موسیقۍ بیلابیلې الې په یو شان او یو وار غږوي.
د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ مشر ناصر سرمست سیډني کې دا کنسرت د افغانستان د موسیقۍ په تاریخ کې یوه تاریخي ورځ بللې.
د اوپیرا هاوس اجرایي مشرې لویس هیرون ویلي د دې کنسرټ موخه داده چې نړیوالو ته د سولې او یووالي پیغام ولیږدول شي.
زهره ارکسټرا د هنر او موسیقۍ په برخه کې افغانستان ته نوې څيره ورکړې ده.