د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان او افغانانو په تړاو سختې خواشینوونکې خبرې کړي دي.
ټرمپ افغانان د جګړو او وژنو خلک بللي او ویلي یې دي چې افغانان له دې پرته بل کار نه لري.
ټرمپ ویلي افغانان له زرګونو کلونو راهیسې جګړه کوي او د جګړې لپاره ډير پياوړي خلک دي.
هغه په خپلو خبرو کې همداشان ویلي لکه څنګه چې خلک د تفریح او ساعت تیرۍ لپاره د فوټبال لوبه ګوري، طالبان په جګړو او وژنو تفریح کوي.
د ټرمپ په وینا افغانستان د نړۍ په سطحه نا امنه او بې ثباته هیواد دی او علت یې دا دی چې دوی جګړه کوي.
ټرمپ وویل: “یوه ورځ زما یو جنګی جنرال راته وویل سږکال به ډير سخت کال په مخ کې ولر، ماور ته وویل ویلې، هغه وویل ځکه چې طالبان به په پسرلي کې له غارونو ووځي او جګړه به پيل کړی، ماورته وویل دا خو د دوی کار دی زرګونه کاله کیږي جګړه کوي، دا هغه څه دي چې دوی یې کوي.”
ټرمپ ویلي افغانان ډير سخت خلک دي او د دې خبرې ثبوت لپاره کولی شی له روسیې وپوښتی.
دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ د افغانانو پر وړاندې توندې خبرې کوي.
له دې وړاندې یې ویلي و کولی شي د لس میلیونو کسانو په وژلو سره د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او افغانستان د نړۍ له نقشې ورک کړي.
هغو خبرو د افغانانو او افغان حکومت سخت غبرګونه هم وپاروه.
د افغانستان حکومت د امریکا له حکومته د دې خبرو وضاحت غوښتی و، خو معلومه نه شوه چې وضاحت یې ترلاسه کړ کنه.