په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پر یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنه رامنځته شوې چې، له امله یې پنځه تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي وایي، نن سه شنبه مازدیګر شاوخوا ۴:۰۰ بجې د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند په پروان بوستان څلور لارې کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پر یوه موټر د مقناطیسي ماین چاودنه رامنځته شوې چې، له امله یې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
همهاله د کابل د پولیسو مطبوعاتو آمر بصیر مجاهد وایي، په چاودنه کې ددغه معینیت پنځه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
تراوسه د پیښې مسوولیت کومې ډلې نه ده منلی.