د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن دوشنبې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د ولسمشرۍ ټاکنو د رایو شمیرنې په تړاو وروستي معلومات خپاره کړل.
د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې تر اوسه تر اوسه ٢٢٥٨۸ محلونو څخه يو ميليون ٧٣٧ زره او ٧٨ بايوميټريک شوې راى سسټم ته داخل شوي دي.
د کمیسیون په وینا تر اوسه د ٣٩٨٠ محلونو رایې نه دي وروستۍ شوي چې راتلونکو ورځو کې به یې دقیقه شمیره په ډاګه شي.
د ټاکنو کمیسیون له دې وړاندې د رای ورکوونکو شمیر چې بایومټریک او غیر بایومټریک دواړه پکې راتلې، نږدې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره کسان یاد کړی و.
اوس داسې ښکاري چې ولسمشریزو ټاکنو کې سلګونه زره غیر بایومټریکې رایې کارول شوي، او ګومان کیږي چې همدومره شمیر رایې باطلې اعلان شي.
تر اوسه د ټاکنو رای ورکوونکو د ۸۵ سلنه محلونو رایې سیستم ته داخلې شوي او ۱۵ نور یې د څیړنې په حال کې دي.
ټاکل شوې ده چې د دغو ټاکنو لومړنۍ پایلې د همدې تلې میاشتې په ۲۷مه نیټه اعلان شي، خو داسې نښې لیدل کیږي چې ښایي دا پایلې په ټاکل شوې نیټه کې اعلان نشي.