د مشرانو جرګې یو تن غړی محمد حنیف حنفي وایي له قضایي خوندیتوب سره سره، پولیسو تر څلورو ساعتونو بندی ساتلی دی.
محمد حنیف حنفي چې د ارزګان ولایت سناتور دی، وایي پولیسو د تیرې پنجشنبې په ورځ هغه د وسلو کارت او موټر پلیټ څیړنې لپاره پنځمې امنیتي حوزې ته بوته او څلور ساعته د دوی په بند کې و.
دغه سناتور همداشان وایي چې ساتونکي یې هم د پولیسو له لور ډبول شوي دي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار د پولیسو دا کار د سنا مجلس ته سپکاوی بللی او د پولیسو پر پلټنې یې ټینګار کړی دی.
د مشرانو جرګې یو شمیر نورو غړو هم د پولیسو پر دې اقدام نیوکه کړې ده.
بله خوا د کورنیو چارو وزارت وایي د بې پلیټه موټرو، بې اسناده وسلو د ټولولو او د تورو شیشو سپینولو بهیر ته به دوام ورکوي.
دغه وزارت د ولسي جرګې له اوسنیو او پخوانیو غړو د دغه وزارت د موټرو پر ټولولو هم ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې دي چې همدا اوس د رپوټونو پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت لسګونه رنجرموټر له حکومتي چارواکو او ملي شورا له غړو سره دي.
محمد حنیف حنفي داسې حال کې د پولیسو له چلنده سر ټکوي چې دوه ورځې وړاندې هم د ولسي جرګې یو شمیر غړو د پولیسو پر چلند غبرګون ښودلی.