ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو د هغې اعلامیې په غبرګون کې چې، پر ټاکنیزو غونډو د بریدونو ګواښ پکې شوی ویلي چې، د هېواد ملي او دفاعي ځواکونه د ټاکنو پر وړاندې د هر ډول تهدیدونو مخنیوي ته چمتو دي.
طالبانو نن سه شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، دغه ډله به د ټاکنو پروسې مخنیوي کوي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې د ټاکنو په پروسه کې ګډون ونه کړي.
طالبانو همدارنګه ویلي، ددې لپاره چې ولسي خلګو ته زیان ونه رسیږي؛ باید هغو ټاکنیزو غونډو ته ورنشي چې هلته د برید او زیان خطر وي.
همهاله افغان حکومت ټاکنې د افغانستان د خلکو شرعي او قانوني حق بولي او ټینګار کوي چې، د افغان حکومت د ازادو، رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کولو لپاره ټول لازم تیاري نیولي دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې په ټکو: «د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د هیواد اصیل بچیان دي، په بشپړ ډول چمتو دي چې د افغانستان خلک له دغه ډول تهدیدونو څخه خوندي کړي او هیڅوک به پرېنږدي چې د دوی د برخلیک ټاکلو کې، د دوی د ګډون مانع شي. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته قاطع لارښوونه کېږي چې دغه ملي او برخلیک ټاکونکې پروسه مختل کېدو ته پرېنږدي.»
د افغانستان حکومت یو ځل بیا له ټولو بنسټونو څخه چې د ټاکنو ترسره کېدو کې ونډه لري، غوښتنه کې چې، ټاکنې پر خپل ټاکلي وخت ترسره کړي او ټینګار یې کړی چې، دغه ډول تهدیدونه او ګواښونه په ملي او برخلیک ټاکونکو پروسو کې د دوی د ګډون مانع نشي کېدلای.