طالبانو خبرداری ورکړی چې، دغه ډله به د ولسمشریزو ټاکنو مخنیوي کوي او له خلکو یې غوښتي چې په ټاکنیزو غونډو کې ګډون ونکړي.
طالبانو نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې ټاکنې مشروعیت نه لري او ټینګار یې کړی چې، دغه ډله به د ټاکنو پروسې مخنیوي کوي.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې، په ټاکنیز غونډو به بریدونه کوي او له خلکو یې غوښتنه کړي چې په ټاکنو او ټاکنیز کمپیانونو کې ګډون ونکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ پرټولو هیوادوالو غږ کوو چې په دې پروسه کې له اشتراک څخه ډډه وکړي، د کاندیدانو په غونډو او تبلیغاتي کمپاینونو کې دې ګډون نه کوي.د دې لپاره چې عامو هیوادوالو ته زیان ونه رسیږي، باید هغو غونډو او تجمعاتو ته ورنشي چې د برید او زیان خطر وي.»
په اعلامیه کې ټاکنې ترسره کېدل د وخت، پیسو او امکاناتو ضایع بلل شوې ده ځکه چې په خبره یې اوسمهال له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او بین الافغاني خبرو په اړه خبرې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنیزو کمپاینونو په لومړۍ ورځ د محمد اشرف غني ترمشرۍ لاندې د دولت جوړونکي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر موټر بم او ډله ییز برید شو چې په ترڅ کې یې ۲۲ تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان شول، خو د یاد برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.
افغان حکومت تراوسه د وسله والو طالبانو ددې اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي.