د امریکایي سناتورانو یوي ډلې پر پاکستان غږ کړی چې د طالبانو او نورو ترهګرو له ملاتړه لاس په سر شي.
دا خبره هغو امريکايې سناتورانو کړې چې تيره اونۍ يې په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره لېدلي و.
تيره اونۍ دې امريکايې سناتورانو د پاکستان له لومړي وزير، ددې هيواد د پوځ له مشر او د ای ايس ای له مشر سره لېدلي و.
دا امريکايې سناتوران لومړی پاکستان ته ولاړ او له هغه وروسته يې بيا افغانستان کې د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره ولېدل او اوس مهال بيا په نوي ډهلي کې له هندي چارواکو سره خبري کوي.
یوه لوړپوړې امریکايي سناتوره، مېګي حسن، پرون جمعه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پاکستاني چارواکو سره یې په اسلاماباد کې ولیدل، وویل چې پاکستان باید له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو څخه خپل ملاتړ پای ته ورسوي.
مېګي حسن اوس په هند کې ده او له دې سره بل سناتور کرېس وان هلین هم مل دی. دوی دواړو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان تر اشغال لاندې کشمیر له نورو چارواکو سره وکتل او پخپله يې د ترهګرۍ او ورسره د ترهګریزو ایډیالوژیو په اړه خبرې اترې وکړې.
دوی پر کشمیر هم وغږېدل او بیا يې کشمیر ته هم سفر وکړ او همالته يې پر هند غږ وکړ چې ګرځبندیز لرې کړي، اسیران راخوشې کړي او مخابراتي خدمتونه بېرته فعال کړي.