د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر ایستلو ټينګار کړی دی.
ټرمپ ويلي چې په لومړي کې تمه دا وه چې امريکايې ځواکونه به په افغانستان کې د لنډ وخت لپاره پاتې شي، مګر اوس يې نولس کاله پوره کېدونکي دي چې دوی افغانستان کې پراته دي.
نوموړي ويلي چې اوس ددې وخت رسېدلی چې امريکايې ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. ډونالډ ټرمپ ويلي امريکا په افغانستان کې هغو کسانو ته چې بايد ماتې یې ورکړي وای، هغوی يې مات کړي دي.
ټرمپ چې د ټاکنیز کمپاین په یوه ناسته کې یې خبرې کولې وویل: “ټاکل شوې وه چې موږ د لنډ وخت لپاره افغانستان کې پاتې شو، خو اوس نولس کاله پوره کېدونکي دي چې موږ افغانستان کې يو. اوس هغه وخت رارسېدلی چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسو، موږ دوی خپلو کورونو ته راولو؛ هغه کسان چې موږ غوښتل ماتې ورکړو، هغوی ته مو ماته ورکړې ده.”
د یادولو ده چې د امریکا ولسمشر له دې وړاندې هم څو ځلې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی دی، خو دا یې هم ویلي چې افغانستان کې به خپل استخباراتي حضور وساتي.