په پيښور کې د افغانستان کونسلګري د اعتراض په ډول تړل شوې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مسوولین وایي، تېره شپه پاکستاني پولیسو یوځل بیا په پښور کې د افغان ملي بانک اړوند ، پر یوه مارکیټ چاپه وهلې او د افغانستان بیرغ یې ښکته کړی دی.
چارواکي وایي، سفارت په دې تړاو خپل دریځ بیان کړی و، خو پاکستان د اصولو خلاف، یوځل بیا په یاد مارکیټ چاپه وهلې او له همدې امله په پېښور کې د افغانستان قونسلګري داعتراض په ډول تړي.
پاکستان تر دامهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.
افغان مارکیټ چې په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ خواته جوړ شوی، له کلونو راهیسې په کې د افغانانو دوکانونه دي او د افغانستان په ملکیت کې جوړ شوی دی، خو له څه مودې راهیسې پرې د شوکت کشمیري په نوم یو کس د ملکیت دعوی کړې وه.
د پېښور استیناف محکمې څور ورځې وړاندې دغه لانجمنه قضیه کې د کشمیریانو په ګټه فیصله کړې او ویلي یې دي چې افغان مارکیټ دې ړنګ او ځای دې یې کشمیریانو ته وسپارل شي.