په دې وروستیو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پر مرکزي سرور د سایبري بریدونو د ترسره کیدو راپورونه خپریږي.
د ټاکنو د کمیسیون کمیشنران هم په دې اړه یوه خوله نه دي، ځیني بریدونه مني، خو ځینو نور وایي دا پيښې هیڅ حقیقت نه لري.
د ټاکنو کمیسیوی د دارالانشا رئیس حبیب الرحمان ننگ وایي تر اوسه د کمیسیون پر مرکزي سرور هیڅ داسې برید نه دی شوی، خو د همدې کمیسیون یو بل کمیشنر محمد حنیف دانشیاروایي په وروستیو ورځو کې پر مرکزي سیستم څو بریدونه شوي دي.
له همدې امله د جرمني د درملوک شرکت دوه تنه انجینران هم کابل ته رسیدلي او د ټاکنو کمیسیون کې د مرکزي سیستم ساتنې چاره یې جدي کړې ده.
در ملوک هغه جرمنی شرکت دی چې د بایومټریک ماشینونه یې د ټاکنو پر کمیسیون پلورلي او اوس راغلي تر څو د کمیسیون انټرنیټي امنیت پیاوړی کړي.
د ټاکنو یو شمیر څارونکي هم د ټاکنو په بهیر کې د روڼوالي په اړه اندیښمن دی.
ځیني څارونکي وایي د ټاکنو کمیسیون یو شمیر غړي له ځینو نوماندانو سره اړیکه او راشه درشه لري، چې دا کولی شي ټاکنې له کړکیچ سره مخ کړي.