د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان خیبر پختونخوا کې افغان مارکیټ باندې د پاکستاني پولیسو له خوا برید او د افغانستان بیرغ ښکته کولو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان سلګونه پولیسو پیښور کې د افغانستان کونسلګرۍ سره له همغږۍ پرته د شپې له خوا د افغان مارکیټ د تخریب لپاره ووتل، د یوې مودې لپاره یې مارکیټ محاصره کړ او د افغانستان بیرغ ته بشپړې بې احترامۍ سره یې پر مارکیټ لګول شوې لوجه ښکته کړه.
اعلامیه وايي د افغانستان اسلامی دولت د دې غیر مسوولانه اقدام او د افغانستان د بیرغ سپکاوی غندي او همداشان په دې تړاو د پاکستان له خوا د ځواب نه ویلو له امله خواشیني دي.
بهرنیو چارو وزارت وایي د افغان مارکیټ دعوا پرمهال د یو لړ سیاسي انګیزو له امله د افغان غاړې حقوقي اسنادو او دلایلو ته پام نه دی شوی او په دې اړه پریکړه د افغانستان د عدلي ياو قضایي ارګانونو د قناعت وړ نه ده.
افغان مارکیټ چې په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ خواته جوړ شوی، له کلونو راهیسې په کې د افغانانو دوکانونه دي او د افغانستان په ملکیت کې جوړ شوی دی، خو له څه مودې راهیسې پرې د شوکت کشمیري په نوم یو کس د ملکیت دعوی کړې وه.
د پېښور استیناف محکمې څور ورځې وړاندې دغه لانجمنه قضیه کې د کشمیریانو په ګټه فیصله کړې او ویلي یې دي چې افغان مارکیټ دې ړنګ او ځای دې یې کشمیریانو ته وسپارل شي.
تېره وړمه ګڼ شمېر پولیسو او چارواکو د افغان مارکیټ په دوکاندارانو برید کړی، پر دغه مارکیټ له کلونو راهیسې ولاړ د افغانستان بیرغ یې راغورځولی دی، یو هوټل یې رانړولی او کشمیریانو ته یې د دغه مارکیټ ولکه او قباله سپارلې ده.
پولیسو د افغانستان بیرغ او پر افغان مارکیټ د افغانستان لګېدلی بورډ هم راغورځولی دی.