وروسته له هغې چې ترکي ځواکونو د سوریې په شمال کې پر کوردي وسله والو عملیات پيل کړل، یو شمیر هیوادونو د دې بریدونو پر وړاندې غبرګونونه وښودل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير که څه هم د سوریې له شمال څخه د امريکايې ځواکونو د اېستلو د پريکړي دفاع کړي خو دا يې هم ويلي چې واشنګټن ترکيې ته پر کردانو باندي د بريد کولو لپاره شين څراغ نه دی ښودلی.
مخکې تر دې ډونالډ ټرمپ هم ويلي وو چې امريکا دا بريد نه مني او ترکيې ته يې څرګنده کړي ده چې دا عمليات يې اغيزمن نه دي.
ولسمشر ټرمپ دغه عمليات يوه ناوړه ګام بللی، خو د ولسمشر منتقدين وايي، د تعرض له لارې د امريکايي عسکرو په ايستلو سره ولسمشر ټرمپ خپله ترکيې ته شين څراغ ورکړ چې بريد وکړي.
فرانسې، جرمني او بریتانيا په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې رابلنې غوښتنه کړې ده.
ترکیه غواړي چې ګډې پولې ته نږدې سیمه کې کردي جنګیالي وځپي او بیا هلته یوه خوندي سیمه رامنځته کړي.
انقره کرد جنګيالي ترهګر بولي، خو امریکا له ډېرې مودې راهیسې له دې جنګیالیو سره پوځي مرسته کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، په دې کار سره غواړي پرېنږدي چې له سوریې سره یې د هېواد په پوله کې ‘ترهګرو دهلیز’ جوړ شي.
انقره غواړي چې په دې خوندي سیمه کې هغه کابو درې نیم میلیونه سوري کډوال ځای پر ځای کړي چې دا مهال په ترکیه کې ژوند کوي.