د حرکت اسلامي ګوند بنست اېښودونکی او د هېواد نامتو او جید عالم شیخ آصف محسني د ورپېښې ناروغي له کبله د ۸۴ کلونو په عمر پرون دوشنبه په کابل کې ومړ.
ارواښاد شیخ آصف محسني د حرکت اسلامي ګوند رهبر او د هېواد له پېژندل شویو مذهبي او مطرح مشرانو څخه و.
ارواښاد محسني په ۱۳۱۴ کال کې په کندهار کې دې فانې دنیا ته سترګې وغړولې. لومړنی زده کړې یې په کندهار کې پیل کړې او وروسته له خپل پلار سره پاکستان ته ولاړ او ددغه هېوادپه کویټه ښار کې یې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.
شیخ محسني له پاکستان وروسته د عراق نجف ته ولاړ او هلته یې دیني زده کړې پیل کړې چې، وروسته بېرته کندهار ته راستون شو او د د دیني علومو په تدریس یې پیل وکړ، خو د غویي د اوومې کودتا څخه وروسته بېرته سوریې او ایران ته کډوال شو.
نوموړی په ایران کې د افغانستان اسلامي حرکت ګوند بنسټ کېښود او په افغانستان کې یې د مجاهدینو ډلو ټپلو سره د خپل ګوند اړیکه پیاوړې کړه.
د جهاد پر مهال د سرو لښکرو پر وړاندې د محسني ګوند د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې اډې لرلې او د نورو مجاهدینو په خوا کې یې د پخواني شوروي پر وړاندې جهاد پیل کړ.
د خاتم النبیین دیني مدرسې بنسټ ایښودل، د تمدن تلویزیوني شبکه، د افغانستان د شیعه ګانو علماوو شورا جوړښت، د افغانستان اسلامي اخوت شورا په افغانستان کې د طالبانو رژیم له سقوط وروسته د شیخ محسني له عمده کړنو څخه شمېرل کیږي.
دارواښاد شیخ محسني شاوخوا پنځوس کتابونه چاپ او خپاره شوي دي چې، ډیری دغه کتابونه د دیني حوزې په برخه کې لیکل شوي دي.
ولسمشرۍ ماڼې دخدای بښلي محسني مړېنه د هېواد لپاره لویه علمي ضایع بللې ده او ارواښاد کورنۍ ته یې د صبر جمیل او ارواښاد ته یې جنت الفردوس هیله څرګنده کړې ده.