د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، افغان حکومت تر بل هرچا ډېر د سولې د راوستو په لاره کې هڅې کوي او دې برخې ته ژمنتیا لري. هغه په دې اړه د طالبانو پر نیت او لوري شک وښود او ویې ویل، چې یاده ډله سره وېشلې او د سولې او جګړې په اړه یوه خوله نه دي.
د ملي امنیت شورا له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبې د تلې ۱۷مه خپره شوې د ښاغلي محب له خولې ویل شوي چېد طالبانو د مشرتابه، سیاسي استازو او د ډګر د جنګیالو ترمنځ د فکر او عمل توپیر دی او همدې خبرې دا ستونزه رامنځته کړې، چې لهطالبانو سره د سولې په اړه عجولانه خبرې او بحثونه دې ښې پایلې ونه لري.
خبرپاڼې ویلي چې په افغانستان کې د ناټو له ملکي استازي نیکولاس کې سره په خبرو کې نوموړي په ډاګه کړه، چې اړتیا ده د سولې لپاره لومړی اوربند او بيا بین الافغاني خبرې وشي، چې مالومه شي طالبان په خبرو اترو کې څومره ريښتيني دي او ددوی پرېکړې تر کومې کچې په کومو سیمو کې عملي کېږي.
د ناټو ملکي استازي هم په داسې حال کې، چې د هر کړکېچ د حل لار خبرې اترې وبللې ټینګار وکړ، چې ددې سازمان غړي هیوادونه ټول د بین الافغانی تفاهم پلوي کوي او ترڅنګ یې له افغان دولت سره په کړو ژمنو او ملاتړ ولاړ دي.
ده وویل، چې افغان ځواکونو ښه وده کړې او لاسته راوړنې یې د پام وړ دي او ناټو به یې د ملاتړ، تجهیز او روزنې په برخه کې هڅې جاري وساتي.
دا په داسې حال کې چې یو ځل بیا یو شمیر سرچینو د طالب او امریکایي استازو د خبرو د بیا پيلیدو د هڅو خبرې کړي.