د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ یو ځل بیا اعلان کړی چې د دې هېواد سرتیري به خپلو کورونو ته ستانه کړي.
ټرمپ د یوې وینا پر مهال ویلي دي چې د امریکا مسخره او بې پایه جګړې نور پای ته رسوي.
نوموړي ویليچې امریکا ډیر قوي او ځواکمن پوځیان لري او داځواکونه به یوازې هغو جګړو ته چې د امریکا په ګټه وي دوام ورکړي.
ټرمپ ویلي: “موږ له دې بې ګټې او بې پایلې جګړې خپل سرتیري کورونو ته استوو، موږ هلته ساتونکي و، د هوساینې ساتنې او نظم لپاره موږ ساتونکي لیږلي دي. موږ هلته جګړه کوو، موږ غښتلي او ځواکمن پوځي ځواکونه لرو، موږ هلته یواځې پولیس لیږلي دي.“
دونالد ټرمپ ټویتر کې لیکلي دي،متحده ایالات به داسي ځای کې وجنګیږي چې ګټې یې پکې نغښتې وي او یوازې د بریا لپاره به وجنګیږي.
نوموړي ویلي ټاکل شوې وه چې امریکا دیرش ورځې په سوریه کې پاتې شي خو اوس څو کاله تیریږي چې امریکایي ځواکونه پرته له کوم ځانګړي هدف په دې هېواد کې میشت دي.
نوموړي داعش ډله ماتې خوړلي بللي او ویلي یې دي چې د دې ډلې زرګونه جنګیالي چې ډیری یې اروپایان دي د امریکا په بند کې دي.
دغه څرګندوني په داسي حال کې مطرح کیږي چې ډونالد ټرمپ پخوا په کراتو له افغانستانه د دې هېواد ځواکونو پر کموالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان جګړه به د سولې یوه سیاسي بهیر له لارې پایته ورسوي.